چین افغانستان سره د ملګرتيا اړيكو ته وده وركولو له لېواله دے٬ د چين خارجه وزارت وياند

بیجنګ۔16اګست(اے پی پی) د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وئيلي دي چین افغانستان سره د ملګرتيا اړيكو له وده وركولو ته لېواله دے۔ د ګل په ورځ د عرب ميډيا له مخې د چین د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند ميډيا سره خبرو كښې ووئيل چین افغانستان سره د ملګرتيا خپلو اړيكو له وده وركول غواړي۔ هغه ووئيل افغان اولس حق لري چې په آزاده توګه خپل سباؤن پخپله وټاكي۔ چين د افغان اولس د دغه حق قدر كوي۔ هغه ووئیل چین به افغانستان سره خپلې ملګرتيا او دوه اړخيزه همکارۍ ته دوام ورکوي