وېسټ انډيز پاكستان له د خوندورې مقابلې نه پس په يو وكټ ماتې وركړه

کنګسټن۔16اګست(اے پی پی) وېسټ انډيز اولني ټېسټ مېچ كښې پاكستان له د خوندورې مقابلې نه پس په يو وكټ سره ماتې وركړې او په سيريز كښې ئې د 0-1 بريا ترلاسه كړه۔ كوربه لوبډلې د 168 رنز هدف د 9 وكټونو په زيان ترلاسه كړو۔ د ټېسټ په څلورمه ورځ پاكستان خپل نيمګړې اننګ (160 رنز 5 لوبغاړي اؤټ) څخه بيا پېل كړو۔ دغه وخت بابر اعظم 54 او فهيم اشرف 12 رنز سره په وكټ ولاړ وو۔ فيهم اشرف خپل سكور كښې د 8 رنز اضافه كولو نه پس د كيمار روچ په بال او بابر اعظم د يو رنز زيات كولو نه پس په 55 رنز د كائيل ميئرز په بال اوټ شو۔ دې نه وروستو د پاكستان وكټې په پرېوتو شوې او ټوله لوبډله په 203 رنز اؤټ شوه۔ جائیډن سېلز 5 وكټونه ترلاسه كړل۔ په ځواب كښې ئې وېسټ انډيز د يوې خوندورې مقابلې نه وروستو د 168 رنز هدف په 9 وكټونو سر كړو۔ دغسې مېچ كښې شاهين آفريدي 4 ٬ حسن علي 3 او فهيم اشرف دوه لوبغاړي آؤټ كړل۔ جائيډن سېلز د مېچ تر ټولو غوره لوبغاړے وګرځولے شو۔