افغان طالبانو سره د دوستۍ او مرستې په بنياد اړيكو لپاره چمتو يو٬په كابل كښې به زمونږ سفارتخانه فعاله وي۔د چين د خارجه وزارت ويانده

بيجنګ 16اګست (اے پي پي)چين وئېلي دي افغان طالبانو سره د دوستۍ او مرستې په بنياد اړيكو لپاره چمتو يو٬په كابل كښې به زمونږ سفارتخانه فعاله وي۔دا خبرې د چين د خارجه وزارت وياندې هوا چن ينګ د طالبانو لخوا د افغانستان كنټرول سنبهالولو نه پس د ګل په ورځ خبريالانو سره په خپلو خبرو كښې وكړې۔هغې ووئيل چين افغانستان سره د اړيكو د پراختيا د موقعې هركلے كوي۔طالبانو هم څو ځله چين سره د ښو اړيكو جوړولو هيله څرګنده كړې او دوي د افغانستان رغونې او پرمختګ لپاره د چين شركت ته ګوري او مونږ د دې هركلے كوو۔هغې ووئيل چين د افغان اولس د دې حق احترام كوي چې دوي د خپل قسمت په آزاده توګه ټاكنه وكړي۔وياندې ووئيل طالبان دې په مناسب انداز د اقتدار انتقال باوري كړي او يو جامع اسلامي حكومت لپاره دې د مذاكراتو خپل لوظ پوره كړي۔دې سره سره دې د افغانانو او غېر ملكي وګړو حفاظت هم باوري كړے شي