په كورونا قابو موندلو لپاره د چينائي حكومت او اولس اتحاد او نظم او ضبط ټوله نړۍ لپاره يو مثال دے۔په بيجنګ كښې د پاكستاني سفير چينائي ورځپاڼې سره مركه

بيجنګ 16 اګست (اے پي پي)په چين كښې د پاكستان سفير معين الحق وئېلي دي چې چين سره د دوستۍ او مرستې په نتيجه كښې به د پاكستان سباؤن روښانه وي٬د پاكستان او چين د سفارتي اړيكو د 70مې سالګرې په اړه د چين ورځپاڼې چائنا ډېلي سره په مركه كښې ده په كورونا وائرس قابو موندلو لپاره د چين د ھڅو د ملاتړ كولو سره ووئيل چې مونږ په دې لړ كښې اشعال ګر اقدامات٬معاملې ته سياسي رنګ وركول يا د معياراتو تخصيص رد كوو بايد د كورونا وائرس د ماخذ كوم هم تحقيق د سائنسي معلوماتو په بنياد وي۔پاكستاني سفير د وبا مخ نيوي لپاره د چينائي هڅو ستائنه كولو سره ووئيل چې بايد د دې نړيوال چېلنج مخ نيوي لپاره ټوله نړۍ په ګډه هڅې وكړي۔ده ووئيل چې په كورونا قابو موندلو لپاره د چينائي حكومت او اولس اتحاد او نظم او ضبط ټوله نړۍ لپاره يو مثال دے۔ده ووئيل چې په راتلونكي وخت كښې به د پاكستان او چين ترمينځه مرسته لا زياته شي او د دواړو هېوادونو اړيكې به لا قوي شي۔د دواړو هېوادونو مشران په دې خبره متفق دي چې د پاكستان او چين اړيكې ډېرې د ستراتېژېكي اهميت وړ دي۔ده ووئيل چې د چين او پاكستان سفارتي اړيكې د 70مې سالګرې په موقع بايد مونږ په تېر وخت كښې په ترلاسه شويو كاميابو يو نظر اچولو سره سره په سباؤن كښې پرمختګ ته هم پام وكړو