د ملائېشيا وزيراعظم د 17 مياشتو نه پس د كابينې پشمول استعفې وړاندې كړه

كوالالمپور 16اګست (اے پي پي)د ملائېشيا وزيراعظم محي ادين ياسين د 17 مياشتو نه پس د كابينې پشمول خپله استعفٰی وړاندې كړې۔د فرانسيسي خبري اژانس ادارې له مخې د سائنس وزير خيري جمال الدين د ګل په ورځ په خپل انسټاګرام پوسټ كښې ليكلې چې كابينې زمونږ استعفٰی بادشاه سلطان عبدالله سلطان احمد شاه سره جمع كړي۔محي الدين ياسين د آخري كابينې غونډې نه پس نيشنل پيلس ته لاړ او بادشاه سره يې خپله استعفٰی جمع كړه۔په اوسنو مياشتو كښې د اكثريت څخه محروم شوے محي الدين ياسين سياسي ستونزو سره مخ ؤ چې په سبب يې هغه د اقتدار څخه جلا شو٬نوې حكومت به د چا وي دا په سمدستي توګه واضحه شوې نه ده۔محي الدين تېر كال د مارچ په وړومبۍ نېټه حكومت تر لاسه كړے ؤ ۔د ملائېشيا وزيراعظم محي الدين ياسين د 17 مياشتو نه پس د اقتدار دور هغه مهال ختم شو چې كله ملائېشيا د معاشي بدحالۍ او د كورونا وائرس خراب صورتحال سره مخ شو