واشنګټن 16اګست (اے پي پي)د امريكې د ټېكساس رياست د سان انتونيو ښار په سپورټس بار كښې د ډزو په نتيجه كښې درې تكسه مړه او دوه ژوبل شوي۔د امريكې ابلاغ ذريعو له مخې چارواكي وئېلي دي د ډزو پېښه تېره ورځ د سان انتونيو په سپورټس بار كښې رامخې ته شوې چې په نتيجه كښې يې درې كسه په ټكي مړه او دوه ژوبل شوي۔د سان انتونيو پوليس چيف وليم ميك مينس وئېلي دي د ابتدائي پلټنو څخه پته لګېدلې چې په ډزو كښې د مړو او ژوبل شوو كسانو د وسله وال كس سره په بار كښې تكرار شوے ؤ او د دغې نه پس وسله وال په پاركنګ كښې د خپل ګاډي نه ډزې كړي چې په نتيجه كښې يې درې كسه مړه او دوه ژوبل شوي ۔رېسكيو ډلې مړه او ژوبل كسان نزدې روغتون ته منتقل كړي۔پوليس د ياد شوي كس لټون پېل كړے دے