ماسكو 16 اګست (اے پي پي) افغانستان لپاره د روسيې سفارتكار به په پايه تخت كابل كښې طالب مشرانو سره ﴿نن﴾ د نهې په ورځ ملاقات كوي. د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د روسيې د خارجه وزارت وياند ضمير كابلوف د ګل په ورځ ځائي راډيو سره په مركه كښې ووئيل زمونږ سفير طالب مشرانو سره په تماس كښې دے او هغه به سبا د طالبانو سېكورټي كوآرډينېټر سره ملاقات كوي. ده ووئيل د روسيې لخوا د افغانستان د نوي حكومت تسليمولو پرېكړه به د هغوي د طرز عمل په بنياد كولې شي