پورټ اوپرنس۔16اګست(اے پی پی) په هېټي كښې د 7.2 درجې زلزلې په نتيجه كښې د مړو شمېره 1297 ته رسېدلې ۔ د فرانسيسي ابلاغ ذريعو له مخې د زلزلې مركز پلازمينه پورټ اوپرنس نه نزدې 150 كلوميټره لرې لوئيديز كښې 10 كلوميټره په زمكه كښې ژور ؤ۔ دا زلزله دومره زياته وه چې د دې جړقونه په كيوبا او جمېكا كښې هم محسوس كړے شول۔ د زلزلې د لاسه د مړو شمېره د 304 نه 1297 ته رسېدلې۔ د هېټي سول پروټېكشن ادارې وئيلي دي د زلزلې د لاسه د 5700 ژوبل شوو كسانو درملنې روانې دي۔ دا خبره دې ښكاره وي د هېټي وزيراعظم د زلزلې د لاسه د شوي زيان جاج اخستو له يوه كمېټي جوړه كړې دغسې چې د ځپليو وګړو په وخت مرسته وكړې شي