بماکو۔16اګست(اے پی پی) د مالي په قطبي ختيزه سيمه میناکا كښې د بمي چاؤدنې په نتيجه كښې 3 عسكر وژلې شوي۔ د فرانسیسی خبر رسنې ادارې له مخې د مالي پوځ يو ټويټ كښې وئيلي دي تېره ورځ يو پوځي ګاډې ميناكا ايئرپورټ ته د تللو په مهال يو بم سره ټكر شوے چې په نتيجه كښې ئې 3 عسكر مړه او يو شمېر نور ژوبل شول۔ دا خبره دې ښكاره وي چې ميناكا سيمه د نائجر پولې ته نزدې ده چرته چې د داعش بريدونه عام دي۔