
كابل 15 اګست (اے پی پی) افغان صدر اشرف غني هېواد پرېښودو. د عرب مېډيا له مخې افغان صدر اشرف غني د اتوار په ورځ افغانستان پرېښودلو سره تاجكستان ته لاړو. د افغانستان پخواني چيف اېګزېكټو او د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر ډاكټر عبدالله عبدالله د افغان صدر د افغانستان پرېښودلو د خبر تصديق كړے. ده په فېس بك په خپل وېډيو پېغام كښې د دې خبرې تصديق كړے. د افغان طالبانو لخوا د كابل محاصره كېدو نه پس افغان صدر اشرف غني اقتدار په سوله ايز ډول منتقل كېدو لپاره هېواد پرېښې.