اسلام آباد 15اګست (اے پي پي) د هند د آزادې ورځ كشميريانو لپاره توره ورځ ده ځكه چې هند په غېر قانوني توګه په مقبوضه كشمير كښې د اولس ټول بنيادي حقونه سلب كړي دي. د كشمير مېډيا سروس لخوا په جاري شوي رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې د هند د آزادې ورځ هر كال كشميريان د تورې ورځې په توګه لمانځي چې دغسې نړۍ ته باور وركړے شي چې هند د دوي د خوښې په ضد د دوي په وطن قبضه كړې. په رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې كشميريان د هند تسلط رد كوي او د خپلواكې د حق غوښتنه كوي د كوم ضمانت چې ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې وركړې. كشميريانو كله هم په خپل وطن د هند غېر قانوني تسلط نه دے تسليم كړے. په رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې كشميريان د تېرو 7 لسيزو څخه د هند د تسلط څخه د خپل وطن آزادې لپاره هڅې كوي. هند تر هغه وخت د آزادې د جشن لمانځلو حق نه لري تر څو چې ئې كشميريانو ته د خپلواكې حق نه وي وركړے.