
اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) په پاكستان كښې د افغانستان پخوانې سفير عمر زاخېل وال وئيلي دي چې افغانستان يو ځل بيا د بقاء د حالت او د لوي بحران په مېنځ كښې د هڅو په پړاٶ كښې دے۔ د تېرو اوو كلونو په مهال ډاكټر اشرف غني افغان رياست د يو نجي حاكميت په څېر چلولے، چې تر څو طالبانو سره د سولې تفاهم نه وي شوے يو عبوري حكومت دې جوړ كړې شي، آزاده او خپلواكه د سولې ملي شورا دې جوړه كړې شي. په خپل ټويټ كښې د افغانستان پخواني سفير ووئيل چې فغانستان يو ځل بيا د بقاء د حالت او د لوي بحران په مېنځ كښې د هڅو په پړاٶ كښې دے۔ د تېرو اوو كلونو په مهال ډاكټر اشرف غني افغان رياست د يو نجي حاكميت په څېر چلولے٬ ھغه خپل تشخص د افغانستان د يو لوي لارښود او په نړۍ كښې د دوهم لوي دانشور په توګه رامخې ته كولو لپاره په مركزي او سوشل ميډيا د حكومت لوئې وسيلې مصرف كړي۔ هغه د دولت او جمهوريه پر ځاے د خپل عزت جوړولو هڅې كړي. هغه د بې بنسټه او غلطې بيانيې د لارې د خپل حكومت موده نوره تر پنځو كلونو غزولو لپاره په لويه كچه بدانتظامي، د طاقت غلط استعمال، څو ځله د دستور خلاف ورزي، اقربا پروري، د سياسي او قامي وېش راپارونه، په دولتي ادارو كښې په لويه كچه سياست شاملول او د دوي مورال كم كړے او سياسي سازش او د سولې او ثبات موقعې ئې د لاسه وركړې دي. ده ووئيل چې اشرف غني پرله پسې د خپل ځان په وړاندې د رياست او جهوريه اهميت كم كړے او د دې په نتيجه كښې د افغانستان ملي ځواكونو دې پرېشانې سره مخ دي چې آيا دوي د رياست بقاﺀ يا د ډاكټر غني طاقت ته دوام وركولو لپاره جنګ كوي. كه چرته دوي دې دوهم مقصد لپاره جنګ كوي نو دا به هېڅ ګټه ونه لري. په ټول افغانستان كښې هره اونې بغېر د كومې خاص جګرې د لسګونو په شمېر ولسوالې او د ولايتونو سرښارونه د طالبانو تر واك لاندې كېدل د دې پرېشانې نتيجه ده. ده ووئيل چې كه چرته داسې حالت په برقرار وي او په انتظامات كښې بدلون رانه شي نو د دې په نتيجه كښې به مسلسل افغانان قلتېږي او د دوي تباهي به روانه وي او ټول رياست به رانسكور شي او دا افغانانو ته ښه معلومه ده. دې سره به سيمه ايز ګاونډي هېوادونه او ټوله نړۍ آغېزمنه شي. ده ووئيل چې په داسې سختو حالاتو كښې چې د سولې خبرې ودرېدلې دي او په تندې سره دولت د لاسه روان دے نو ضروري ده چې دوه اړخيزه اقدام وكړے شي يو دا چې رياست د نسكورېدو نه وژغورل شي او بله دا چې د سولې د خبرو انتظام وكړے شي او اختيار ئې زيات كړے شي تر څو چې يو مستقل حل راوځي. ده ووئيل چې تر څو چې اشرف غني وي نو دا اولنے اقدام ممكن نه دے ځكه چې هغه په خپله د سولې د موقعو ضايع كولو او د اختيارات او جعرافيائي كنټرول دلاسه وركولو يوه لويه وجه ده. بله دا چې دې هغه خپل ټول اعتماد بائللے. چې د افغان دولت څه پاتې دي بايد د خپلې بدانتظامې د لاسه هغه پرېږدي او لاړ شي. وړاندې تلل ﴿ د غني نه بغېر﴾، د افغانستان ملي او نړيوال كردار ترسره كوونكو لپاره يوه موقع ده چې د افغانستان سولې او ثبات لپاره په شريكه خپل رول ولوبوي. ځكه چې دې مقصد لپاره لار په تندې سره بندېږي او په دې كښې د تېروتنې ځاے نشته. ده ووئيل چې زمونږ خپل او نورو هېوادونو تاريخ ګواه دے چې په داسې سختو حالاتو كښې د بحران مقابله په لويه كچه د سياسي تفاهم، يووالي او قومي اتحاد د لارې كېدې شي. دا د ټولو سياسي مشرانو ذمه واري ده چې دوي راوړاندې راشي، د صورتحال په سنجيدګۍ ځان پوهه كړي او په لويه كچه د بحران مقابلې لپاره د پراخا سياسي انتظام برخه جوړ شي. ده ووئيل چې طالبانو ته هم پكار دي چې دوي خپله بيانيه ښه كړي، سولې ته ترجيح وركړي او د طاقت د لارې د بريا په ځاے اختيارات ويشلو ته چمتو شي ګني رياست به رانسكور شي او د دې امكان زيات دے. دوي ته معلومه ده چې د رياست رانسكورېدل به دوي لپاره د تباهې سبب وګرځي او هېواد لپاره هم لكه څنګه چې په كال 1992م كښې د كميونسټ رېجيم د نسكورېدو نه پس د مجاهدينو د بريا په وخت شوي وو. ده ووئيل چې كه چرته طالبان د افغانستان سياسي مشرانو سره په دوه دريو اونيو كښې د بون په څېر په نړيواله كچه د ملګرو ملتونو په ملاتړ د افغانانو ترمېنځه خبرو اترو لپاره د سولې لوظنامه وكړي نو دوي هم د ډاكټر غني نه بغېر تيار ښكاري. په داسې حال كښې به دا موقع نېغ په نېغه د سولې د تفاهم د لارې د يو جامع عبوري حكومت په رامېنځ ته كېدو بدله شي. ده ووئيل چې كه چرته په دې كښې زياته موده لګي او ضرورت وي چې رياست بچ كړے شي نو داسې هم كېدے شي چې د سولې د خبرو د لارې ډاكټر اشرف غني په سمدستي توګه استعفٰی وركړي او يو لنډمهاله حكومت جوړ كړے شي. د هېواد اوسنے ستر قاضي د لنډمهاله حكومت مشرې لپاره يو اسان آپشن دے او كه چرته دا آپشن استعمال كړے شو نو هغه به مسئوليت ولري چې تر څو طالبانو سره د سولې تفاهم نه وي شوے يو عبوري حكومت جوړ كړي او خاص اختياراتو سره رياست مستحكم كړي او مخ په وړاندې ئې روان كړي، آزاده او خپلواكه د سولې ملي شورا ﴿نېشنل پيس شورا﴾ دې جوړه كړې شي چې پكښې قامي سياسي مهم مشران، علماﺀ، قبائلي مشران او مدني ټولنه شامله وي چې دغسې دوي طالبانو سره د سولې خبرې مخ په وړاندې بوځي. د عبوري حكومت او د سولې د ملي شورا موده بايد د درېو مياشتو نه زياته نه وي. په دې موده كښې به په دواړو خواوو زور راوړل كېږي چې د سولې لوظنامه وشي كومه چې په دې موده كښې ممكنه ده، كله چې عبوري حكومت جوړ شي، طالبانو ته پكار دي چې ډزبندې ته چمتووالې ښكاره كړي او بايد چې دوي د دوي تر واك لاندې سيمو كښې حكومت كولو، پرمختيائي چارو، بنيادي خدماتو چې پكښې تعليم، روغتيا او بشري مرسته شامله ده ، لپاره عبوري حكومت سره روابط جوړ كړي. دې سره به د سولې خبرو لپاره باور راپېدا شي او دا به د سولې د لوظنامې په نتيجه كښې رامېنځ ته كېدونكي جامع حكومت لپاره لار هواره كړي.ده ووئيل چې طالبانو څو ځله داسې اشارې وركړې دي چې دوي د ډاكټر غني نه بغېر د سياسي مشرانو سره خبرو ته چمتو دي او دوي به په مكمل توګه جنګ بندې ته راضي شي كه چرته دوي وګوري چې دوي يو اختيار لرونكې ادارې سره خبرې كوي او دا خبرې به نتيجې ته رسي. دې د دې نه علاوه د افغانستان سولې لپاره به سيمه ايزه مرسته يا د افغانستان په كورنيو چارو كښې لاس وهنه نه كولو لپاره د عزم ضرورت هم وي. دا كار د نړيوالو طاقتونو په مرسته ملګري ملتونه كولې شي چې د سيمه ايزو هېوادونو څخه د مرستې كولو عزم ترلاسه كړي. ده ووئيل چې دې مېنډېټ لپاره به د ملګرو ملتونو مرستې لپاره د امريكې ، اتحاديانو او سيمه ايزو طاقتونو د ملاتړ ضرورت هم وي. په افغانستان كښې نړيواله ټولنه يو قوي فريق دے او هيله ده چې هغه به هم په دې هېواد كښې د دې نه علاوه نور څه نه غواړي. كه چرته ضرورت ؤ نو په هېواد كښې سولې لپاره به افغان اولس هم د هغو ډلو په مخالفت كښې كومې چې امن نه غواړي، د نړيوالې ټولنې هركلے وكړي.