آزادي او د آزادۍ نمانځنه

ليك: محمد عامر آفريدي

آزادي لوي نعمت دے . د آزادۍ تعريف څه دے او دا څه ته وئيلي شي او آزادي د انسان په ژوند كښې څه معنٰی لري. د دې ټولو پوښتنو ځوابونه هغه خلق ډېر ښه وركولے شي كوم چې د دې نعمت څخه مححروم وي خو بيا هم ډېرو پوهانو په خپله خپله طريقه د آزادۍ تعريف كړے. د كېمبرج آن لائن ډكشنري له مخې هغه حالت يا حق ته آزادي وئيلې شي چې پكښې خلق د كار كولو، وېنا كولو ، سوچ كولو وغېره جوګه وي يا د دې اجازه ولري، چې څه څوك غواړي هغه د كوم كنټرول يا تحديد نه بغېر وكړے شي.
كه مونږ د بشري حقونو نړيوالې اعلاميې ته وګورو نو په هغې كښې 30 بنيادي بشري حقونه وركړې شوي چې پكښې د فهرست په سر كښې د آزادې حق دے. په دې شق كښې ليكلي شوي ټول انسانان آزاد پېدا شوي او دوي برابر حقونه لري. د دې اعلاميې په دوهم شق كښې وئيلي شوي ټول خلق د كوم ډول نسل، رنګ، جنس، ژبې او د مذهب د فرق نه بغېر د آزادې حق لري. د دې اعلاميې دريم شق وائي هر څوك د ژوند تېرولو، آزادۍ او تحفظ حق لري. په څلورم شق كښې دي چې څوك هم په غلامۍ كښې نه شي ساتلے كېدے. په غلامۍ او د دې په تجارت په هر يو صورت بندېز دے.
زياتره مذهبونه هم د آزادې په حق كښې دي او د دې مذهبونو په فهرست كښې اسلام په سر كښې دے. اسلام هم خلقو ته په آزادې سره د ژوند تېرولو حق وركوي خو له بده مرغه په نړۍ كښې ډېر داسې د تيارو دورونه تېر شوي چرته چې په انسانانو ډېر بندېزونه لګولے شوي او د پوره قامونو غلام ساتلو هڅې شوي. په اوسني وخت كښې هم مونږ په بېلا بېلو صورتونو كښې د دې مثالونه وينو او چې پكښې كشمير او فلسطين شامل دي چرته چې خلقو ته د خپلې خوښې د ژوند تېرولو موقع نه وركړے كېږي او دهغدوي د غلام ساتلو هڅې كېږي.
ډېرو استعماري قوتونو تر ډېرو كلونو په پوره پوره قامونو حاكميت كړے او ډېر قامونه ئې تر خپل واك لاندې محكموم او غلامان ساتلي او د دوي په وسائلو ئې قبضې كړي. همدا حال په سوئيلي اسيا او افريقا هم تېر شوے، په سوئيلي اسيا كښې انګرېزانو ډېره موده خلق تر خپل حاكميت لاندې ساتلي وو او په افريقا كښې دا كار فرانس كړے. خو بيا يو داسې دور راغلو چې خلقو د غلامۍ زنځيرونه مات كړل او آزادې ئې ترلاسه كړه او د داسې هېوادونو چې د استعماري او استحصالي قوتونو څخه ئې آزادي ترلاسه كړے، يو اوږد فهرست موجود دے، په دغې كښېزمونږ پاكستان هم دے كوم چې په يو وخت په كال 1947م كښې د اګست په 14مه نېټه د انګرېزانو او هندوانو نه آزادي ترلاسه كړې.
د پاكستان آزادې لپاره د نيمې وچې ﴿برصغير﴾ مسلمانانو د خپلو رهبرانو علامه محمد اقبال او قائداعظم محمد علي جناح په مشرې كښې ډېرې قربانې وركړې. دا د آزادې يوه داسې جذبه وه چې په ډېره لنډه موده كښې ئې پاكستان د نړۍ په نقشه د يو آزاد او خپلواكه هېواد په حېث وځلولو.
د پاكستان د آزادۍ د تحريك مشرانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره د پېښور پوهنتون د مطالعه پاكستان څانګې ښوونكے محمد اقبال وائي آزادي د الله تعالٰی يو ډېر لوي نعمت دے، مونږ چې په كوم آزاد او خپلواكه هېواد كښې ساه اخلو، ژوند پكښې كوو، د دې په آزادې كښې د ډېرو مشرانو كردار دے چېپكښې د قائداعظم محمد علي جناح كردار ډېر ځانګړے دے. قائداعظم محمد علي جناح هغه لارښود ؤ چې د سياسي او آئيني هڅو په نتيجه كښې ئې بغېر د كومې جګړې نه د هندوستان مسلمانانو لپاره دا هېواد ترلاسه كړو. ده ووئيل دا د قائداعظم محمد علي جناح بصيرت ؤ چې مسلمانانو لپاره ئې په داسې طريقه چې پكښې جنګ جګړې ونه شوې، هېواد ترلاسه كړو ګنې داسې هېوادونه د جنګ جګړو نه بغېر نه ترلاسه كېږي. مونږ ته پكار دي چې د يو قام په حېث مونږ قائداعظم وپېژنو چې د هغه سوچ څه ؤ، د هغه وژن څه ؤ، بايد ځوانان د قائداعظم د سوچ، وژن او جدوجهد نه ځان خبر كړي. بايد مونږ د قائد د وژن او سوچ له مخې پاكستان جوړولو لپاره خپل كردار ترسره كړو.

د ازادۍ د تحريك اتلانو او لارښودو د ستړو او كردار په اړه ټول قام په يوه خله د هغوي د قيادت او وژن اعتراف كوي او دغه مشران د خپل ځان او سباون لپاره د لارې مشالونه ګڼي ۔په دې لړ كښې د مردان باچا خان مېډيكل كالج ښوونكې ډاكټر حميده بي بي وائي: د اګست مياشت پاكستانيانو لپاره د فخر او عزت مياشت ده، ځكه چې په دې مياشت كښې الله تعالًٰی مونږ ته د پاكستان په صورت يو لوي انعام راكړے. په دې مياشت كښې د دنيا په نقشه يو آزاد او خپلواكه پاكستان رامخې ته شوے. د دې آزاد رياست په ترلاسه كولو كښې زمونږه مشرانو ډېرې لوئې قربانې وركړي. هغې ووئيل د سرسيد احمد خان، علامه محمد اقبال، قائداعظم محمد علي جناح، مولانا محمد علي جوهر، مولانا شوكت علي جوهر او نورو ټولو اسلامي مشرانو هم دا كوشش ؤ چې د هندوستان د مسلمانانو سياسي، معاشي، مذهبي او معاشرتي تحفظ وكړے شي. دې ټولو مشرانو په خپله خپله طريقه د هند په مسلمانانو كښې نه يوازې شعور پېدا كړو بلكې يو آزاد او خپلواكه هېواد ترلاسه كولو لپاره د ډېرو ستړو سره سره ئې لوئې قربانې هم وركړې.

پښتانه وائې د وطن مينه د ايمان برخه ده ٬ ژوندي قامونه كله هم د خپلو اتلانو قربانۍ نه هېروي، دوي ډېر په عقيدت او احترام سره د خپلې آزادې ورځې لمانځي. د اګست مياشت هغه تاريخي مياشت ده چې پكښې پاكستان آزاد شوے ؤ. پاكستان هم يو ژوندے قام لري او هر كال د آزادې ورځ په بشپړه توګه لمانځي. د دې ورځې په مناسبت په سركاري او نجي كچه لوئې لوئې دستورې كولې شي ، خپلو مشرانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولې شي او په دې ورځ د خوشحالې څرګندونې سره سره پاكستانے قام د آزادې حفاظت لپاره د خپل عزم څرګندونه هم كوي.
سږ كال هم د اګست مياشتې پېل كېدو سره د آزادۍ جشن لمانځلو تيارې شروع شوي. په لارو كوڅو، سړكونو، ماركيټونو، بازارونو، چوكونو د پاكستان د قامي بېرغونو سټالونه لګېدلي. په دې سټالونو د اولس لخوا يوه ګڼه ګوڼه ده او د خوشحالې يو ماحول جوړ شوے. خلق وطن سره د عقيدت څرګندونې لپاره په خپلو كورونو، ګاډو او دوكانونو د پاكستان بېرغ لګوي.

د ازادۍ جشن نمانځلو په لړ كښې د پېښور او اسلام آباد پشمول د هېواد په بېلا بېلو ښارونو او برخو كښې خاص دستورې كېږي. په سكولونو، كالجونو او پوهنتونونو كښې هم د آزادې په موضوعات دستورې كولې شي. په ټي وي او ريډو خاص پروګرامونه وړاندې كولې شي. د دې هېواد تحفظ لپاره كار كول د ټولو پاكستانيانو ذمه واري ده كه يو خوا پاك پوځ او امينتي ځواكونه د دې هېواد د پولو ساتنې او په كورنې كچه امن لپاره تل چمتو ولاړ وي نو بل خوا د ټولو وګړو ذمه واري ده چې د هېواد ستونزې حل كولو لپاره په ګډه كار وكړي. د نړۍ او په خاص توګه د پاكستان يوه مهمه مسئله د ماحولياتد بدلون هم ده.
د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې اوسنے حكومت د هېواد د راتلونكي نسل خوشحالې او تحفظ لپاره د ماحولياتي بدلون مسئلې حل لپاره په تندې سره اقدامات كوي. سره د نورو اقداماتو حكومت په تندې سره د ځنګلونو زمكه زياتولو لپاره اقدامات كوي او په دې لړ كښې د ونو بوټو نالولو كمپائن هم پېل كړے شوے. حكومت سږ كال وګړو ته وئيلي دي چې دوي د آزادۍجشن نمانځلو په ورځ هم د زياتو ونوپه نالولو د خپلو نسلونو د سباٶن په حفاظت كښې برخه واخلې چې دغسې راتلونكي نسلونه په يو پاك ماحول كښې ژوند تېر كړے شي او د موسمياتي او ماحولياتي بدلون د بد آغېز څخه بچ شي. بايد اولس هم دې ته خاص پام وكړي. د آزادې جشن لمانځل يوه جذبه او ولوله ده . بايد مونږ د آزادې جشن لمانځلو سره سره د خپلو نسلونو د سباٶن تحفظ لپاره د حكومت ملګرتيا وكړو او كوشش وكړو چې د خپلې برخې ونې بوټي ضرور نال كړو چې دغسې پاكستان په يو ښائسته او شين هېواد بدل كړو. مونږ له پكار دي چې په دې موقع د وزيراعظم عمران خان لخوا په كال 2018م كښې د اكتوبر په 13مه نېټه د پېل كړے شوي كلين ګرين پاكستان تحريك كښې په بشپړه توګه برخه واخلو.