برتانيه، د کورونا له امله د مړو مجموعي شميره يو لکهه 30 زره 503 څخه زياته شوه

ندن 11 اګست (اے پي پي) د برتانيې د روغتيا و زارت وئيلي دي د تيرو 24 ساعتو په مهال د کورونا وائرس له امله 146 كسان مړه شوي او دې نه پس د مړو مجموعي شميره يو لکهه 30 زره 503 ته رسيدلي، د کورونا وائرس له امله د ځپلے شوو كسانو مجموعي شميره 61 لكهه 17 زره 540 څخه زياته شوې او د کورونا وائرس وبائي رنز څخه د ښه شوو كسانو مجموعي شميره 49 لکهه 95 زره 298 ته رسيدلي۔بل پلو لندن كښې ګڼو كسانو مظاهرې کړي۔ پوليس مظاهرچيان شړلو لپاره د اوښكو بهيونكے ګيس استعمال کړے۔ په دې مهال نښتو كښې ګڼ كسان ژوبل شوي۔