
واشنګټن 11 اګست (اے پي پي) د امريكې صدر جوبائيډن وئيلي دي د افغانستان څخه د ځواكونو ستنولو په پرېكړه كوم افسوس نه لرم. د برتانېي مېډيا له مخې تېره ورځ په سپينه ماڼې كښې مېډيا سره په خبرو كښې د افغان مشرانو په يو كېدو او خپل قام لپاره په هڅو زور راوړلو سره امريكائي صدر ووئيل امريكا د فضائي مرستې بندولو سره د افغانستان د وسله والو ځواكونو د تنخاګانو وركولو ، خوراك او د پوځي ساز و سامان په وركولو افغانستان سره خپل لوظونه پوره كوي خو افغان مشرانو له به خپل ځان لپاره په خپله مبارزه كول وي