د خېبر پښتونخوا په دريابونو كښې د يوې مياشتې په مهال 139 كسان ډوب شوي

پېښور 10 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا په بېلا بېلو دريابونو كښې د يوې مياشتې په مهال 139 كسان ډوب شوي٬ سېل سپاټې لپاره دريابونو پلو زياتره ځوانان او كم عمر هلكان ځي٬ په دريابونو كښې په لامبلو د بنديز باوجود په يو مياشت كښې 139 ځوانان ډوب شوي۔ د جاري شوو شمېرو له مخې په سوات كښې 16٬ پېښور كښې 15 ٬ نوښار كښې 14 كسان په دريابونو كښې د لامبلو په مهال ډوب شوي٬ دغسې په مانسهره كښې 11 ٬ چارسده، مالاکنډ او بره دير كښې لس ٬ لس كسان ٬ په مردان كښې اته٬ صوابۍ كښې 7٬ بره دير كښې 6٬ چترال او باجوړ كښې پنځه پنځه كسان ډوب شوي۔ دغسې په هري پور كښې څلور، کرك، شانګله او ډي آئي خان كښې درې درې كسان٬ كوهاټ ٬ خېبر او مومندو كښې دوه ٬ دوه كسان٬ بټګرام او لكي مروت كښې يو يو كس د بې رحم چپو ښكار شوي۔