د جماعت اسلامي يوته پېښور كښې د ازادۍ جشن لمانځلو پريكړه وكړه

پېښور 10اګست(اے پی پی)د جماعت اسلامي يوته پېښور عهديدارانو وئېلي دي د اګست په 13مه نېټه به پېښور كښې د آزادۍ جشن له اهتمام كولې شي۔د پېښور په پرېس كلب كښې د جماعت اسلامي يوته پیښور صدر حسن بشير٬جنرل سېكرټري عبدالرحيم٬نائب صدر فضل واحد٬ډپټي جنرل سېكرټري قاري تاج محمد او نورو ذمه وارو پرېس كنفرنس كولو كښې ووئيل د جماعت اسلامي يوته خېبرپښتونخوا لخوا د چترال نه راروان كاروان انقلاب به د اګست په 13مه نېټه كال 2021 په فيز 3 چوك حيات آباد ختمېږي او د جشن آزادۍ نائټ اهتمام به كوي ٬ د دې پروګرام د لارې اوسني زلمي د نظريه پاكستان سره سمول او د نظريه پاكستان تر مخه ځوانان د نظام بدلولو لپاره تيارول دي۔