سږ كال به هم جشن آزادي په زړه پوري ډول او د ملي يووالي سره لمانځلې شي۔ډپټي كمشنر

كوئټه 10 اګست(اے پی پی) د سبي ډپټي كمشنر زاهد شاه په مشرۍ كښې د 14 اګست په مناسبت سره د جشن تيارو جاج اخستو له غونډه وشوه۔په غونډه كښې سبي اسسټنټ كمشنر ثناﺀ ماه جبين ٬ د لهړي اسسټنټ كمشنر سليم دشتي٬ ايډشنل ډپتټي كمشنر وحيد شريف٬اے اېس پي خورشيد او نورو ګډون وكړو۔ ګډون كوونكو ته په خپله وينا كښې د سبي ډپټي كمشنر سيد زاهد شاه ووئيل د هر كال په شان سږ كال به هم جشن آزادي په ملي جوش او جذبه لمانځلې شي د بازرانو پشمول پخه سركاري ودانيو به چراغونه لګولې شي ۔ده ووئيل د بيرغ هسك كولو دستوره به په سركټ هاؤس كښې كولې شي او په جرګه هاؤس كښې به هم د جشن آزادۍ په لړ كښې دستوري كولې شي