برسلز 10 اګست (اے پي پي)د اروپائي ائتلاف د شپږو غړو هېوادونو بلاك مشر په يو خط كښې د افغان كډوالو د ويستلو مخ نيوے نه كولو غوښتنه كړې۔د المان خبر رسنې ادارې له مخې په دې هېوادونو كښې آسټريا٬ډنمارك٬بېلجييم٬هالينډ٬يونان او المان شامل دې۔دا هېوادونه موقف لري چې د پناه درخواست مسترد كېدو باوجود د افغان كډوالو هېواد څخه د نه ويستلو تاثر غلط دے او دغسې نور افغان كډوال به اروپاﺀ ته راځي٬دغه هېوادونو د اروپائي ائتلاف څخه غوښتنه كړې چې د افغان دولت سره د هېواد څخه د ويستلو په معامله خبرې اترې وكړي