بیجنګ ۔10اګست(اے پی پی) د چين په سوئيلي سيمه كښې د كشتۍ ډوبېدو پېښې په نتيجه كښې 8 كسان مړه او 13 نور ژوبل شوي۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د سوئيلي چين ګوانګ ژوانګ ځائي چارواكو د دې پېښې اطلاع وركولو سره وئيلي دي دا پېښه د بېهائي ضلعې په تیشانګانګ ساحلي سيمه كښې هغه مهال رامخې ته شوه كله چې د مهيانو نيوونكو كشتۍ بېرته ساحل ته راروانه وه۔ کشتۍ كښې 61 كسان ناست وو كومو كښې چې 8 كسان مړه شوي۔ ځائي امنيتي چارواكو د مرستې كارروائي كولو سره ژوبل شوي كسان ابتدائي طبي مرستې له روغتون ته منتقل كړي۔ د پېښې په اړه نورې پلټنې روانې دي۔