جمیکا۔10اګست(اے پی پی) د پاکستان او وېسټ انډیز کرکټ لوبډلو ترمینځه د دوه ټیسټ مېچونو سيريز ورومبے مېچ به د زيارت ورځې څخه په سبينا پارك ٬ كنګسټن ٬ جمېكا كښې پېل شي۔ د پاکستان لوبډله دا مهال د وېسټ انډیز په سفر ده چرته به چې دا د کوربه لوبډلې په ضد د دوه ټېسټ مېچونو سيريز كوي۔ له دې وړاندې ملي لوبډلې د څلورو ټي – 20 مېچونو سيريز 0-1 سره په خپل نوم كړے دے۔ د دواړو لوبډلو ترمینځ لومړے ټېسټ مېچ به د اګست له 12 څخه تر 16 پورې په کېنګسټن کښې ترسره شي. د پاکستانۍ لوبډلې مشري بابر اعظم او د کوربه لوبډلې کریګ براتھویټ کوي. د کرکټ ملي لوبډله د وېسټ انډیز په ضد اولني ټېسټ مېچ كولو لپاره د بارباډوس له لارې له ګیانا څخه جمېکا ته رسیدلې او دلته ملي لوبډله د وېسټ انډيز په ضد اولني ټېسټ مېچ پیل كولو څخه وړاندې تياريانو كښې بوخته ده۔ د ملي لوبډلې ټولو غړو جمیکا ته د راتګ په مهال د کوډ 19 ازموینه هم بشپړه شوې۔ د پاکستان او ویسټ انډیز ترمینځه د دوه ټیسټ مېچونو سيريز دوهم او وروستې مېچ به د اګست له 20 څخه تر 24 پورې كولے شي۔