پېښور 09اګست (اے پي پي) د پېښور په دوو لويو روغتونونو لېډي ريډنګ (اېل آر اېچ) او خېبر ټيچنګ كښې د كرونا وائرس رنځورانو شمېر پرله پسې زياتېږي۔ د اېل آر اېچ وياند ووئېل تر اوسه په روغتون كښې 171 رنځوران داخل دي چې پكښې 19 په آئي سي يو كښې دي۔ ده ووئيل په روغتون كښې 400 كټونه د كرونا رنځورانو لپاره مختص دي۔ بلخوا په خېبر ټيچنګ هسپتال كښې هم د كرونا رنځورانو شمېره پرله پسې په زياتېدو ده٬ د روغتون انتظاميې له مخې 106 كټونه د كرونا رنځورانو لپاره مختص دي چې پكښې په 98 د كرونا رنځوران پراته دي او دغسې 19 رانځوران په آئي سي يو كښې په بائي پېپ او وينټي ليټرز پراته دي او انتظاميې د كرونا د درېو رنځورانو د مرګ تصديق هم كړے