اولنے ټېسټ ٬ قامي ټېسټ سكواډ جمېكا ته ورسېد

کنګسټن۔9 اګست(اے پی پی) قامي كركټ لوبډله د وېسټ انډيز په ضد اولني ټېسټ مېچ كولو له ګيانا نه د بارباډوس په لاره جمېكا ته رسېدلې ۔ قامي سكواډ كښې د شاملو ټولو غړو جمېكا ته په رسېدو د كووډ -19 ټېسټنګ هم وكړے شول ٬ نتيجې به ئې د نهې په ورځ راځي۔ د ټېسټ نتيجو په منفي راتللو به لوبغاړي خپل ټرېننګ پېل كړي۔ د پاكستان او وېسټ انډيز ترمينځه په دوو ټېسټونو د مشتمل سيريز اولنے ټېسټ مېچ به 12 نه تر 16 اګست او دويم او وروستے ټېسټ مېچ به 20 نه تر 24 اګست كېږي۔ دواړه مېچونه به سبائنا پارك ٬كنګسټن ٬ جمېكا كښې كېږي