ډېره اسماعيل خان ٬ د پاكستان ورځ په زړه پورې ډول لمانځلو له په اولسي كچه تېارۍ پېل شوې

ډېرہ اسماعیل خان۔9 اګست(اے پی پی) ډېره اسماعيل خان كښې د پاكستان ورځ په زړه پورې ډول لمانځلو له په اولسي كچه تېارۍ پېل شوي۔ په ښارونو كښې د آزادۍ جشن په جوش او ولوله د لمانځلو عزم د كتو دے۔ په ډېره ښار او شا و خوا كښې د كلي كوڅو په شمول بازارنو كښې ملي سندرې تر غوږو كېږي۔ د آزادۍ جشن لمانځلو ورځې رانزدې كېدو سره بازارونو ، ماركيټونو او په سړكونو ملي بېرغونه او د بېجونو په شمول د نورو څيزونو اخستل خرڅول بام ته رسېدلي۔ ۔ بازارونو كښې د قامي بېرغونو بيعه د سائز په حساب سره د 3 سوه نه تر 25 سوه رسېدلې۔ وړې جھنډې د پېكټ په حساب سره په 80 روپۍ او بېجونه په 25 روپۍ خرڅېږي