كے پي اېل كښې به د نهې په ورځ دوه ميچونه كېږي

مظفر آباد 09 اګست (اے پي پي)كشمير پريميئر ليګ(كے پي اېل)كښې(نن)د نهې په ورځ نور دوه ميچونه كېږي۔وړومبے مېچ به د مظفرآباد ټائيګرز او كوټلي لائنز او دوهم مېچ به د باغ ستالينز او اوورسيز واريئرز ترمينځه كېږي۔د وړومبي كشمير پريميئر ليګ مقابلې په مظفرآباد سټېډيم كښې روانې دي۔د نهې په ورځ به د ليګ اتم مېچ كښې د مظفرآباد او كوټلي لائنز ډلې يو بل ته مخامخ كېږي٬مظفرآباد خپل وړومبے مېچ ګتلے او كوټلي لائنز په ابتدائي دواړو ميچونو كښې ماتې سره مخ شوې ۔هم په دې ورځ به دوهم مېچ د باغ سټالينز او اوورسيز واريئرز ترمينځه كېږي۔باغ سټالينز ډلې د ښه كاكردګۍ په سبب وړومبنو دواړو ميچونو كښې كاميابي ترلاسه كړې او هغوي د پوائنټس په ټېبل سرفهرست دي او اوورسيز واريئرز په وړومبي مېچ كښې ماتې سره مخ شوې