لندن۔9اګست(اے پی پی) د انګلېنډ او هند ترمينځه د 5 مېچونو سيريز دوهم ټېسټ مېچ د روانې مياشتې په 12 مه نېټه لارډز ٬ لندن كښې پېل كېږي۔ دې نه وړاندې د دواړو لوبډلو ترمينځه ناټنګھم كښې شوے د سيريز اولنے مېچ د كومې پرېكړی نه غېر ختم شوے ؤ۔ هندۍ لوبډله دا مهال د انګلېنډ په دوره ده چرته به چې هغه د كوربه لوبډلې په ضد د پنځو ټېسټ مېچونو سيريز كوي۔ د انګلېنډ لوبډله به د جوروټ او د هند لوبډله به د ويرات كوهلي په مشرۍ كښې لوبېږي۔ د دواړو لوبډله ترمينځه د سيريز دوهم ټېسټ به د 12 اګست نه تر 16 اګست لارډز كښې ٬ درېم 25 اګست څخه تر 29 اګست ليډز ٬ څلورم 2 ستمبر څخه تر 6 ستمبر لندن او پنځم او وروستې ټېسټ مېچ به 10 ستمبر څخه تر 14 ستمبر مانچسټر كښې كېږي