پېښور۔08 اګست (اے پي پي) خېبرپختونخوا كښې د كورونا مثبت كېسونو شمېره 5 اشاريه 1 فيصد ته رسېدلې ده۔ د خېبر پختونخوا د روغتيا څانګې رپورټ له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال هنګو كښې د مثبت كېسونو ورځنۍ شرح 36 فيصد ریکارډ شوه۔ نوښار كښې دا شرح 24 ٬ پېښور كښې 14 او چترال كښې 26 فیصد ده۔ بلخوا د صوبې په 13 ضلعو كښې د مثبت كېسونو شرح صفر پاتې شوې ده۔