سعودي وزارت نور17 جوماتونه له سېنيټائزنګ وروسته بيا پرانستل

جدہ ۔8 اګست (اے پی پی) د سعودي عربستان 7 سيمو كښې نور 17 جوماتونه د سېنيټائزنګ نه وروسته يو وارې بيا پرانستلې شوي دي۔ د سعودي عربستان خبر رسنې ادارې له مخې د سعودي د اسلامي چارو ٬ دعوت او لارښودنې وزارت لخوا جاري كړې شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې تېره ورځ په 7 بېلو سيمو كښې نور 17 جوماتونه د سينټائزنګ نه وروسته يو وارې بيا پرانستلې شوي دي كومو كښې چې د رياض 5 ٬ د شرقيه 3 او د عسير او جازان ي و يو جومات شامل دے۔ دا خبره دې ښكاره وي چې سعودي عربستان كښې د تېرو 182 ورځو په مهال د كورنا وائرس نه بچ كېدو له يو زر 972 جوماتونو په عارضي توګه بند كړې شوي وو كوم چې د بشپړه سېنيټائزنګ نه وروسته يو وارې بيا پرانستلې شوي دي۔ سعودی وزارت لمونځ له راتلونكو او منتظمينو ته اپيل كړې چې هغوي د احتياطي تدبيرونو خيال وساتي ٬ ماسك كاروي ٬ خپل جانماز ځان سره راوړي او سماجي فاصله په ځائې وساتي۔