پېښور– 08 اګست (اے پي پي)په خېبر پختونخوا كښې د پولیو د وروستي کمپاین رپورټ حکومت ته لیږل شوے دے. د رپورټ له مخې ضم شويو ضلعو هدف ترلاسه كولو كښې بندوبستي ضلعې شاته پرېښودلې دي۔ په باجوړ ٬ قطي او سوئيلي وزيرستان كښې ٬ كرم او اوركزئی كښې 100 فيصده او په مهمند او هنګو ضلعو كښې 99 فيصده كوچنيانو ته قطرې وركړې شوي دي۔ پېښور كښې 4 فيصده ٬ ټانك كښې 5 فيصده او ډېره اسماعيل خان كښې 7 فيصده كوچنيان د قطرو نه محروم پاتې شوي دي۔ دغسې 74 زره نه زيات كوچنيان په كورونو كښې د نه موجود كېدو د لاسه قطرو نه پاتے شوي دي۔ له 18 ضلعو څخه په 5 ضلعو كښې 98 فيصد هدف ترلاسه كړے شوے دے۔