پخوانے وفاقي وزير چوهدري وصي ظفر په حق ورسېد

فېصل آباد۔7 اګست(اے پی پی) د قانون او پارليماني چارو پخوانے وفاقي وزير او نوموړے قانون دان چوهدري وصي ظفر اېډوكېټ د خالي په روځ د 72 كالو په عمر كښې د مختصرې ناروغتيا نه وروسته په حق ورسېد۔ د ارواښاد د جنازې لمونځ به نن د اتوار په ورځ سهار 11 بجې د هغه پلارني كلي 562 ګ ب جړانواله فېصل آباد كښې ادا كولے شي۔ ارواښاد وصي ظفر د پخواني صدر پروېز مشرف په دور كښې د دغه وخت د وزيراعظم شوكت عزيز كابينه كښې د قانون او پارليماني چارو وفاقي وزير ټاكلے شوے ؤ۔ زاهد حامد ته د دغه قانون وزارت ذمه وارۍ سپارلې كېدو نه وروسته وصي ظفر د نجكارۍ او سرمايه كارۍ ذمه وارۍ پغاړه واخستې۔ وصی ظفر د لاهور هائي كورټ بار اېسوي اېشن په بېلو چوكو هم پاتے شوے ؤ۔ دغسې هغه بېلو سياسي ګوندونو كښې هم خپل خذمات ترسره كړي وو