خېبرپښتونخوا كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د کورونا وائرس له امله 12 كسان په حق ورسېدل، د روغتيا صوبائي محکمه

پېښور 06 اګست (اے پي پي) خېبرپښتونخوا كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د کورونا وائرس له امله 12 كسان په حق رسېدلي ۔ د روغتيا صوبائي محکمې د اړخه جاري رپورټ له مخي صوبه كښې د کورونا له امله د مړو شوو شميره 4 زره 507 ته رسيدلي، د تيرو 24 ساعتو په مهال د کورونا وائرس نور 541 نوي كيسونه رپورټ شوي او دې نه پس د کورونا کيسونو مجموعي شميره يو لكهه 47 زره 26 ته رسيدلي ۔ د تيرو 24 ساعتو په مهال د کورونا وائرس له امله ځپلې شوي 171 كسان ښه شوي او دې نه پس د کورونا له امله د ښه شوو كسانو شميره يو لکهه 37 زره 39 ته رسيدلې۔ صوبه كښې په يوه روځ 11زره 357 نوي ټيسټونه شوي ،تر اوسه ټول 23 لكهه 90 زره 318 ټيسټونه شوي۔ د شميري له مخي صوبه كښې د ايکټيو کيسونو شميره 5 زره 480 ته رسيدلې ده