پاكستان عمر له د كشميري اولس سره د يو والي څرګندونه كړې او د هغوي د خپلواكۍ حق لپاره هغوي سره ولاړ دے۔د بلوچستان وزيراعلٰی جام كمال خان د كشمير استحصال ورځې په مهال پېغام

كوئټه 05 اګست (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلٰی جام كمال خان وئېلي دي هند د دوو كلونو راهسې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزو انتها كړې۔په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزو سلسله روانه ده۔ده ووئيل مودي سركار دوه كاله وړاندې په 5 اګست 2019 د هند غېر قانوني تسلط كښې د جمو كشمير قانوني حېثيت بدلولو سره په بې ګناه كشميريانو ظلم كړے٬د شخړيزې سيمې جغرافيائي حېثيت بدلول د ملګرو ملتونو د قراردادونو خلاف ورزي ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د كشمير استحصال ورځې په موقع په خپل پېغام كښې وكړه۔ده ووئيل د كشمير آئيني حېثيت د منسوخ كولو پريكړې نه پس12 زره څخه زيات كشميري لارښود او كارمندان بې دركه كول د هند د بربريت ښكاره ثبوت دے۔ده ووئيل پاكستان عمر له د كشميريانو سره د يو والي څرګندونه كړې او د هغوي د خپلواكۍ حق لپاره د هغوي سره ولاړ دے۔