د پاكستان او چین ملګرتيا د وخت تېرېدو سره لا قوي كېږي ، د پينډۍ چیمبر آف کامرس صدر میا ھمایون پرویز

پينډۍ 20 مئی (اے پی پی) د پينډۍ چیمبر آف کامرس اینډ انډسټری صدر میا ھمایون پرویز وئيلي دي د پاكستان او چین ملګرتيا د وخت تېرېدو سره لا قوي كېږي، په 65 كلونو كښې كوم لاندې باندې نه دې راغلې بلکې وخت تيريدو سره سره دا اړېكې لا قوي كېږي ۔ د پاك چین سفارتی اړيكو په 65 كلونو بشپړيدو د اے پی پی سره خپله مركه كښې ده ووئيل هر جكومت كښې د پاك چین ملګرتيا قوي شوي ۔ د پينډۍ د سوداګرو چیمبر پلیټ فارم څخه به دې ملګرتيا لا قوي كولو او مستحکمولو له هڅې روانې ساتلې شي ۔ ده ووئيل د پينډۍ چیمبر آف کامرس اینډ انډسټری د پاکستان او چین ترمينځه تجارتی رابطې زياتولو او دوه اړخيزه تجارتی حجم زياتولو له بيلې دستورې او ګامونه پورته كړي