د اولس باور له مخې به د كار كولو هڅې كوم۔ د آزاد جمو وكشمير د قانون سازې اسمبلۍ قائد ايوان سردار عبدالقيوم خان نيازي د خيالاتو څرګندونه

مظفرآباد۔4 اګست(اے پی پی) د آزاد جموں كشمير د قانون سازې اسمبلۍ نوې ټاكلي قائد ايوان سردار عبد القيوم خان نيازي د ټاكلے كېدو نه وروستو غونډه كښې د خيالاتو څرګندونې په مهال ووئيل زه به د اولس د هيلو له مخې د كار كولو هڅې كوم۔ د پاكستان وزيراعظم عمران خان ویژن له مخې د رياست د اولس خېر ښېګړه ٬ هائيډرل ٬ روغتيا ٬ زده كړې ٬ مواصلات او روډ انفراسټركچر ښه كول اولنۍ ترجيح ده۔هغه د پاكستان تحريك انصاف چيئرمېن عمران خان ٬ سېف الله نيازي ٬ وفاقي وزير علي امين ګنډا پور ٬ د پي ټي آئي آزاد كشمير صدر بېرسټر سلطان محمود چوهدري ، سردار تنویر الیاس او د اسمبلۍ غړو مننه وكړه كومو چې په هغه باور كړے۔ هغه ووئيل عمران خان د كشميريانو وكيل ٬ سفير او محسن دے٬ د هغه په وژن عمل كولو سره د رياست د اولس خېر ښېګړه اولنۍ ترجيح ده۔ هغه ووئيل اپوزيشن به د ځان سره روان ساتم او د رياست اولس خېر ښېګړې له به په ګډه كار كوؤ۔ هغه ووئيل نن پاكستان او آزاد كشمير كښې د احساس پروګرام ترسېوري لاندې د هېلت كارډ اجرا مهمه كارنامه ده۔ هغه ووئيل سبا د استحصال ورځ لمانځؤ۔ هغه ووئيل د پاك پروردګار په فضل نن دې منصب ته رارسېدلے يم او دعا كوم چې زه د رياست د هيلو له مخې كار وكړے شم۔دغسې د قائد اعوان خطاب نه پس غونډه تر نامعلومه مودې وځنډولې شوه