آزاد جمو كشمير كښې د پاكستان تحريك انصاف وړومبے حكومت جوړ شو ٬د آزاد جمو كشمير اولس پاكستان تحريك انصاف له لوئې مېنډېټ وركړے۔د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب

اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئېلي دي آزاد جمو كشمير كښې د پاكستان تحريك انصاف وړومبے حكومت جوړ شوے٬د آزاد جمو كشمير اولس پاكستان تحريك انصاف له لويې مېنډېټ وركړے ٬ اوس عبدالقيوم نيازي د آزاد كشمير وزيراعظم ټاكلے شوے٬وزيراعظم عمران خان په هېواد كښې احتساب او اصلاحات ته خاص پام لرنه كوي٬نواز شريف او مريم نواز د سسټم برخه نه ده٬بايد شهباز شريف په پارليمنټ كښې خپل كردار ترسره كړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ يو نجي ټي وي چينل سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل عبدالقيوم نيازي د پونچه سېكټر سره تعلق لري هغه يو پخوانې سياستمدار دے او د كشميري اولس احساسات پېژني۔ده ووئيل د كشمير د آزدۍ په حقله په هلو ځلو كښې هم د سردار عبدالقيوم نيازي د كورنۍ خاص كردار دے۔مونږ په دې پوهېږو چې هغه به ټول سسټم په ښه ډول مخ په وړاندې بوځي او په صحيح معنو كښې به د كشميري اولس ترجماني وكړي۔وزيراعظم عمران خان په هغه باور كړے او هيله لرو چې هغه به په زړه پورې كردار ترسره كړي