وفاقي وزير اسد عمر سره د ورلډ بېنك د سوئېلي آسيا نائب صدر او كنټري ډائرېكټر وليدل٬ د دوه اړخيزه چارو پشمول په بېلو پرمختيائي پروژو د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير اسد عمر سره د ورلډ بېنك د سوئېلي آسيا نائب صدر هارټ وګ شيفر او كنټري ډائرېكټر ناجي بن هاسين د شورو په ورځ ليدلې دي ٬په ملاقات كښې د دوه اړخيزه چارو پشمول په بېلو پرمختيائي پروژو د خيالاتو څرګندونه شوې۔د منصوبه بندۍ وزير د نړيوال بېنك د سوئېلي آسيا نائب صدر هركلے وكړو او د هېواد اقتصادي او سماجي پرمختګ كښې يې د نړيوال بېنك مهم شراكت ومنلو۔نائب صدر ووئيل نړيوال بېنك د پاكستان سره خپلې شراكتداره ته د قدر په سترګه ګوري او د حكومت د اصلاحاتي ايجنډې بشپړه مرسته كوي۔ده د كووېډ 19 بحران كوټلي انتظام لپاره د پاكستان ھڅې هم وستائېلې۔ده ووئيل ورلډ بېنك د پرمختګ كوونكو هېوادونو لپاره د كورونا ويكسين اخستلو كښې مرستې له په بشپړه توګه لوظي دے۔ده په دې خبره رڼا واچوله چې د سمارټ لاك ډاؤن د لارې د كورونا په وبا قابو موندلو له د پاكستان هڅو او د وزيراعظم وژن ترمخه د مالياتي پېكج د لارې سماجي او اقتصادي چېلنجونو مخ نيوي ته نړيواله ورورولۍ د قدر په سترګو ګوري۔ده په روانو اصلاحاتو او پرمختيائي پروژو په وخت بشپړولو زور راوړو۔اسد عمر پلاوې خبر كړو چې حكومت د شماريات نظام جديد كولو او هغه هائي فريكونسي ډېټا جنرېشن لپاره د فعالولو په مقصد د پاكستان شماريات بيورو له د نوې شكل وركولو اراده لري۔ده ووئيل پي بي اېس به وړومبي ډيجيټل سر شمېره په 2023 كښې هم كوي۔ده ووئيل حكومت به په دغه سيمو كښې د نړيوال بېنك د تكنيكي مرستې هركلے كوي۔