د اطلاعات وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن سره د ګلګت بلتستان ګورنر راجه جلال حسېن مقپون ملاقات

اسلام آباد۔4 اګست(اے پی پی) د ګلګت بلتستان ګورنر راجه جلال حسین مقپون د شورؤ په ورځ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزیر چوهدري فواد حسین سره ملاقات كړے ۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو خبرې شوي ۔ ملاقات كښې د اطلاعات وفاقي وزير په ګلګت بلتستان كښې په پرمختيائي پروژو كښې د بهرنۍ سرمايه كارۍ كولو په حاجت زور راوړو۔ د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل په ګلګت بلتستان كښې د پي ټي وي بيورو جوړولو لپاره اقدامات روان دي۔ هغه ووئیل په ګلګت بلتستان کښې د ډیجیټل کېبل او د موبائل نېټ ورك كمپنيو خدمات به لا ښه كولې شي۔ د اطلاعات وفاقي وزیر ووئیل ډيجيټل ميډيا كښې بايد د ځوانانو خوښي زياته كړې شي۔ په ډېجيټل ميډيا كښې ځوانانو لپاره بلها موقعې شته۔ د ګلګت بلتستان ګورنر ځوانان ډيجيټل ميډيا ته تشويق كولو په اړه د اطلاعات وزير وړاندېز سره اتفاق وكړو