ګرين لائن پروژه دې په خپل ټاكلي وخت كښې بشپړه كړې شي۔ د سندھ پېكج په منصوبو دې كار لا تند كړے شي۔ د وزيراعظم عمران خان سندھ سره تعلق لرونكو د قامي او صوبائي اسمبلۍ غړو سره خبرې

اسلام آباد۔4 اګست(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان سپارښتنه كړې چې ګرين لائن منصوبه دې په خپل ټاكلي وخت كښې بشپړه كړې شي او د سندھ پېكج ترسېوري لاندې په روانو منصوبو دې كار لا تند كړے شي۔ د وزيراعظم ميډيا آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم عمران خان سره سندھ څخه د قامي او صوبائي اسمبلۍ غړو ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي ٬ د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر٬ د قامي اسمبلۍ غړے غوث بخش مهر ٬ د صوبائي اسمبلۍ غړي علي ګوهر مهر او صفدر عباسي موجود وؤ۔ په دې موقع ملاقات كښې د سندھ په مجموعي او په خاص توګه د امن او كورونا په صورتحال او اولس ته په پېښو مسئلو خبرې وكړې شوې۔ دې سره سره د وفاق لخوا په روانو پرمختيائي منصوبو او په خاص توګه سندھ صوبې له د ټرانسپورټ اولنۍ لوئې منصوبې ګرين لائن په پېشرفت هم خبرې وشوې۔ وزيراعظم د ګرين لائن په خپل ټاكلي وخت كښې بشپړولو او د سندھ پېكج ترسېوري لاندې په روانو منصوبو د كار تندولو سپارښتنه وكړه