وزیراعظم عمران خان سره د خصوصي مرستيال علي نواز اعوان ملاقات

اسلام آباد۔4 اګست(اے پی پی)وزیراعظم عمران خان سره د سي ډي اے چارو خصوصي مرستيال د شورؤ په ورځ ملاقات كړے ۔ د وزیراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په دې موقع د وزيراعظم د ماحولياتي بدلون خصوصي مرستيال ملك امين اسلم او د سي ډي اے چيئرمېن عامر علي احمد هم موجود ؤ۔ ملاقات كښې د شجركارۍ كمپائن او ماحولياتي بدلون سره په اړوندو چارو هم بحث وكړے شو۔