د نېشنل ډيجيټل كېبل پالېسي 2021 ترمخه به كېبل آپرېټرز ته د نوي چېنل چلولو لپاره د سبسكرپشن آسانۍ ترلاسه شي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د كېبل آپرېټرز اېسوسي اېشن آف پاكستان پلاوي سره خبرې

اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي د نېشنل ډيجيټل كېبل پالېسۍ 2021 ترمخه كېبل آپرېټرز ته به د نوي چېنل چلولو لپاره د سبسكرپشن آسانۍ ترلاسه شي۔ده دا خبره د كېبل آپرېټرز اېسوسي اېشن آف پاكستان پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل حكومت د نېشنل ډيجيټل كېبل پالېسي 2021 منظوري وركړې چې ترمخه به يې كېبل آپرېټرز لپاره د سبسكرپشن ماډل پېل كولې شي۔ دې ماډل سره به كېبل آپرېټرز لپاره د نوو چېنلو چلولو لپاره د سبسكرپشن آسانۍ ترلاسه شي۔دا وخت زمونږ په كورونو كښې اينالاګ كېبل راځي كوم چې هېڅ كوالټي نه لري۔دغسې په دې كښې د چينلز شمېره هم لږه ده۔ده ووئيل كېبل آپرېټرز له به د كامياب جوان پروګرام ترمخه قرض وركولې شي۔دې سره به هغوي ته ډيجيټل باكس اخستو له آسانۍ ترلاسه شي او دغه روپۍ هغوي د صارفينو څخه په ترلاسه كولو به د قرض روپۍ بېرته ستنې كړې شي ۔ په دې مهال كېبل آپرېټرز اېسوسي اېشن پلاوي وفاقي وزير د خپلو مسئلو څخه خبر كړو۔وفاقي وزير د هغوي مسئلې په غور واورېدلې او د مسائلو حل كولو باور ئې وركړو