ماحولياتي تحفظ ته حكومت پام لرنه كوي٬په درآمدي پلاسټك انحصار كمولو لپاره دې جامع منصوبه جوړه كړې شي۔ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې غونډه

اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي ماحولياتي تحفظ ته حكومت پام لرنه كوي٬په درآمدي پلاسټك انحصار كمولو لپاره دې كوټلې منصوبه جوړه كړې شي۔د چين پلاسټك په درآمد د بندېز په پالېسۍ غور كوو ۔د شورو په ورځ د وزيراعظم مېډيا آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې په هېواد كښې د خزلې انتظامات په حقله غونډه وشوه۔په غونډه كښې خاص مرستيال ملك امين اسلم او سينئر چارواكو ګډون وكړو۔په دې موقع غونډې ته د بريفنګ وركولو سره ووئيل شول په پاكستان كښې د كال 30 ملين مېټرك ټنه خزله د ميونسپل په كچه پېدا كېږي٬د پلاسټك خزله د مجموعي خزلې د لس نه تر 14 فيصده ده او تر كال 2050 به د دې مقدار يو په دوه شي۔په بريفنګ كښې ووئيل شول كال 2020 كښې پېدا شوې 3.9 ملين ټنه پلاسټك خزله كښې يوازې 30 فيصده ريسائيكل شوې۔پاكستان تېر مالي كال كښې د 2.4 اربه روپو په لګښت 35651 ټنه پلاسټك درآمد كړے۔وزيراعظم ووئيل حكومت ماحولياتي تحفظ ته پام لرنه كوي۔ده سپارښتنه وكړه چې په درآمدي پلاسټك انحصار كمولو له دې كوټلي پلان مرتب كړے شي