د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر او ډپټي سپيكر قاسم خان سوري د آزاد كشمير نوې ټاكلي وزيراعظم سردار عبدالقيوم نيازي له مباركي وركړه

اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر او ډپټي سپيكر قاسم خان سوري د آزاد كشمير نوي ټاكلي وزيراعظم سردار عبدالقيوم نيازي له مباركي وركړې۔د شورو په ورځ د مباركۍ خپلو جلا جلا پیغامونو كښې دوي ووئيل د عبدالقيوم نيازي د آزاد كشمير وزيراعظم په حېث ټاكنه د هغه په ښه صلاحيتونو د قانون سازې اسمبلۍ د غړو د اړخه د باور څرګندونه ده۔ده هيله څرګنده كړه چې د نوي ټاكلي وزيراعظم په مشرۍ كښې به آزاد كشمير د پرمختګ پلو روان شي او د اولس مسئلې به حل شي