د کشمیریانو اخلاقي ، سیاسي او سفارتي ملاتړ دوامداره ساتلو له عزم لرؤ۔ هند سره سوله به د کشمیریانو د قربانيو په قیمت نه وي.خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي

اسلام آباد۔04 اګست(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي هند سره سوله غواړو خو دا كار به د كشميري اولس د قربانيو په قيمت نه وي۔ پاكستان د کشمیریانو اخلاقي ، سیاسي او سفارتي ملاتړ دوامداره ساتلو له عزم لري۔ هند بايد كشميريانو ته د رائے حق كارولو اجازه وركړي او خپل يو اړخيزه اقدامات بېرته واخلي۔ نړيواله ورورولي دې په هند زور راوړي دغسې چې هغه كشميري اولس سره هغه معامله وكړي كومه چې انسانانو سره كولې شي۔ د شورؤ په ورځ اسلام آباد پالیسی ریسرچ انسټی ټیوټ كښې دستورې ته خپل خطاب كښې خارجه وزير ووئيل هند د كال 2019 اګست مياشتې په 5 مه نېټه د طاقت په نشه كښې په مقبوضه كشمير كښې د هټلر په ډول د ظلم او زياتي ګام پورته كړے چې ورسره د هند رياستي ترهګري لا زياته شوه۔ د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل پرېكړې شاته كولو سره د نړۍ “تر ټولو لوي جمهوريت ” هر ډول ظالمانه چالونه كارولي او دا هم هغه اداره ده چې هند یې د دائمي چوکۍ ترلاسه کولو هیله لري ، په خاص توګه د تېرو دوو كلونو څخه كشميرے اولس د نړۍ تر ټولو لوي “كنسنټرېشن كېمپ” كښې ظلم او زياتي سره مخ دے۔ دې سره سره د هغوي رابطې ئې هم ختمې كړي۔ نن دوي د معمول يا بېړني طبي آسانيو څخه محروم دي۔ دا هغه سلوك دے كوم چې بدترينه مجرمانو سره هم نه كېږي۔ تر دې چې د كورونا وائرس په مهال هم كشميري اولس ته لږ رعايت هم نه وركړے كېږي۔ هغه ووئيل مقبوضه كشمير كښې د ډوميسائل نوې قاعدې معارفي كولې شي او په كشميري اولس جبري قانونونه لاګو كولې شي دغسې چې په غېر قانوني توګه مقبوضه كشمير كښې د ودانۍ تناسب بدل كړے شي۔ خارجه وزير ووئيل د وزيراعظم عمران خان ښكاره وژن په رڼا كښې مونږ پخپل پوخ عزم ولاړ يؤ۔ هغه ووئېل د وزيراعظم لارښونې په رڼا كښې ما ته دا درناوې ترلاسه دے چې د خارجه وزارت هغه هڅو ته خصوصي پاملرنه وكړم د كومو د لارې چې نړۍ خبرولې او په دې اړه احساس بېدارولې شي۔ په دې خبره كولو زه خوشحاله يم چې زمونږ ھڅې بې ځايه نه دي تلې۔ په سلامتي كونسل كښې د اګست 2019ﺀ نه پس درې وارې د كشمير په شخړه بحث شوے۔ هغه ووئيل د پاكستان حكومت د كشميري اولس اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتلو له عزم لري۔ هغه ووئيل نړيواله ورورولي بايد په هند زور راوړي چې هغوي كشميري اولس سره د انسانانو سلوك وكړي۔ هند خپل يو اړخيزه ګامونه بېرته واخلي او د رياستي جبر او ظلم ټول چالونه ختم كړي۔ هند دې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو احترام وكړي او كشميري اولس ته دې د رائے حق كارولو اجازه وركړي۔ خارجه وزير ووئيل هند سره سوله غواړؤ خو دا دې د كشميري اولس د قربانيو په قيمت نه وي۔ هغه ووئيل هيله لرم چې د هند مشرتابه به د شهرت لرلو رويې نه يو خوا د رياستي مدبر رويه خپله كړي۔ هغه دا هيله هم ولرله چې د ډېرې مودې نه راروانه مسئله په سوله ايز ډول حل كولو سره مونږ انتها خوښې نظريه كمزورې كولې شو۔