ټول اولس د شهيدانو په ځانګړو قربانيو وياړ لري۔ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د پوليس شهيدانو ورځې په موقعه پېغام

اسلام آباد۔04 اګست(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي ټول قام د شهيدانو په ځانګړو قربانيو وياړ لري ۔ د شورؤ په ورځ د پوليس شهيدانو ورځې په موقعه خپل پېغام كښې هغه ووئيل نن د پوليس شهيدانو ورځې په موقعه زه هغه ټولو شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوم كومو چې ګران هېواد څخه د ترهګرۍ ناسور ختمولو له د خپلو قيمتي ځانونو قرباني وركړې۔ ټول اولس د دغه شهيدانو په ځانګړو قربانيو وياړ لري ۔ شاه محمود قرېشي ووئيل زه تاسو ته باور دركوم چې مونږ به د دغه شهيدانو دغه ځانګړې قربانۍ بې ځايه تللو له نه وركوؤ۔هغه ووئيل د شهيدانو د مقدسې وينې له امله د امن او سولې مشالونه روښانه دي۔ مخدوم شاه محمود قرېشي په دې موقعه دا شعر هم ووئيلو “‏جب تک نہ جلیں دیپ شہیدوں کے لہو سے، کہتے ہیں کہ جنت میں چراغاں نہیں ہوتا”۔