د پوليس شهيدانو وينه به بې ځايه نه ځي، د شهيدو شوو اهلكارو لپاره په پيکج کار روان دے او دا به باوري كولے شي، د مواصلات او پوسټل سروسز وفاقي وزير مراد سعيد

اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) د مواصلات او پوسټل سروسز وفاقي وزير مراد سعيد وئيلي دي زمونږ د پوليس شهيدانو وينه به بې ځايه نه ځي، د شهيدو شوو پوليس اهلكارو لپاره په پيکج كار كيږي او دا به باوري كولې شي، موټر وے پوليس نادرا سره تړوو او په ټول هېواد كښې د کميونيکيشن سسټم ښه كوو، هند كښې د بشري حقونو خلاف ورزي كيږي،هند د نړۍ امن لپاره خطر جوړ شوے ، پاکستان نړۍ كښې امن لپاره کردار ترسره كوي او بل پلو هند په نړۍ كښې د امن په ضد ډنډوره كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د پوليس شهيدانو ورځې دستورې ته وينا كښې وكړه۔ده ووئيل ټولو ته معلومه ده چې د کورونا څلورمه چپه راغلې كومه چې ډيره خطرناكه ده، بايد مونږ احتياط وكړو، مونږ په وړومبۍ ، دويمه او دريمه چپه كښې ښه تګلاره خپله كړې چې په نتيجه كښې ئې پاکستان ته زيات زيان نه دے رسېدلے ، د کورونا به څلورمه چپه كښې به زيات احتياط کول وي لكه څنګه چې د پاكستان اولس وړاندې كړے۔ده ووئيل د اين سي او سي په سپارښتنه عمل روان دے،بايد ټول د اين سي او سي په ګائيډ لائنز عملدرآمد وكړي۔ده ووئيل هند كښې د كورونا په وجه زيات زيان شوے،بايد مونږ د اين سي او سي په اقدامات عملدرآمد وكړو۔ده د موټروے پوليس شهيدانو ته پيرزوئني وړاندي كولو سره ووئيل هغوي د هېواد د امن په خاطر د خپلو ځانونو قرباني وركړي، سپاهي نه تر آئي جي او عسكرو د هېواد امن په خاطر د ترهه ګرۍ په ضد چې كومي کاميابۍ ترلاسه كړي هغي ته پيرزوئني وړاندې كوم، يو وخت ؤ چې په پاكستان كښې به چاؤدني كيدې،زمونږ پوليس او امنيتي ځواكونو قربانۍ وركړي او نن په پاكستان كښې امن دے، دلته د روزګار موقعې شته ۔ ده ووئيل نن چې په افغانستان كښې كوم صورت حال دے ٬ دښمن امن تباہ کولو له نوے سازش کوي،نن كله چې مونږ نړۍ كښې د امن لپاره کردار ترسره كوو نو بل پلو هند په نړۍ كښې د امن په ضد ډنډوري كوي۔مراد سعيد ووئيل پاکستان 70 زره څخه زياتې ځاني قرباني وركړي ، پاکستان نړۍ كښې امن لپاره کردار ترسره كوي۔ وفاقي وزير ووئيل هند د کشمير د آزادۍ په ضد كله خبريالان او كله لوبغاړي د راتللو څخه منع كوي،نن په هند كښې د بشري حقونو خلاف ورزي كېږي،هند په نړۍ كښې امن لپاره يو خطر جوړ شوے