د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د خپل پلاوي سره مشهد ته ورسېد

اسلام آباد۔4 اګست (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د خپل پلاوي سره مشهد ته رسېدلے ۔ د مشهد ډپټي ګورنر او كونسل جنرل عارف بھټني په هوائي مېدان د پلاوي هركلے وكړو۔ پلاوې به د حضرت امام رضا دربار ته د حاضرېدو نه وروستو تهران ته روانېږي۔ د سېنېټ چيئرمېن په مشرۍ كښې پلاوې به د نوي ټاكلي صدر ابراهيم رئيسي د سوګند پورته كولو په دستوره كښې ګډون كوي۔ په دې دوره كښې د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د پاكستان وزيراعظم لخوا د پاكستان نمائندګي كوي۔ د لوړې كچې په پارليماني پلاوي كښې د سېنېټ چئيرمېن سره سېنېټرز دلاور خان ٬ احمد خان او د محمد عبد القادر په شمول د سېنېټ نور اعلی چارواكي هم شامل دي