پېښور 04 اګست (اے پي پي) د پاكستان انټرنېشنل هيومن رائټس پېښور ډويژن صدر ملك امتياز خليل د پوليس شهيدانو ورځې په موقع د ډي اېس پي علامه اقبال او شهيد اېس اېچ او عابدالرحمان په قبر فاتحه خواني وكړه او په قبرونو ئې د ګلونو څادر خپور كړو . د دې نه پس هغه د دې شهيدانو كورنيو سره وليدل او د شهيدانو قربانيو ته ئې د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې. ده ووئيل قام نن په امن ژوند كوي، دا د پوليس د قربانيو نتيجه ده، قام د پوليسو په قربانيو وياړ لري.