ګلګت 04 اګست (اے پي پي) د ټول هېواد غوندې په ګلګت بلتستان كښې هم د پوليس د شهيدانو ورځ په عقيدت او احترام سره ولمانځلې شوه.د دې ورځې په مناسبت بېلا بېلې دستورې وشوې. مركزي دستوره په پوليس هېډكواټرز كښې وشوه چرته چې د ګلګت بلتستان فورس كمانډر مېجر جنرل جواد احمد او د ګلګت بلتستان د پوليس آئي جي محمد سعيد وزير د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو. په دې موقع فاتحه خواني وكړې شوه او د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا وشوه. په دستوره كښې اعلٰی چارواكو او پوليس افسرانو ګډون كولو