وزيراعظم عمران خان د قانون سازې اسمبلۍ نوے ټاكلے شوے غړے عبدالقيوم نياز د آزاد كشمير د وزيراعظم چوكۍ لپاره نومولے. د قامي روغتيا پارلماني سېكرټري ډاكټر نوشين حامد

اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) د قامي روغتيا پارلماني سېكرټري ډاكټر نوشين حامد وئيلي دي وزيراعظم عمران خان د قانون سازې اسمبلۍ نوے ټاكل شوے غړے عبدالقيوم نياز د آزاد كشمير د وزيراعظم چوكۍ لپاره نومولے. د شورو په ورځ په خپل يو ټويټ كښې هغې ووئيل هغه يو رښتينے سياسي كاركن دے. ان شاءاللہ د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې به په آزاد كشمير كښې د پرمختګ نوے دور پېل شي