د پلاسټك خزله په نا سمه ډول ځاے ته د رسولو په ماحول ډېر بد آغېز كېږي. د وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز په پاكستان سائنس فاٶنډېشن كښې دستورې ته وېنا

اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) د سائنس او ټېكنالوجې وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي د پلاسټك خزله په ناسمه ډول ځاے ته د رسولو په ماحول ډېر بد آغېز كېږي. د شورو په ورځ په سائنس فاٶنډېشن كښې دستورې ته په خپله وېنا كښې وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ووئيل ځوانانو سائنسمدارو، يونيسكو، پي اېس اېف او اړوندو چارواكو ته په ماحول كښې بهترې لپاره شعوري هڅې كول دي. په دې موقع په لږ لګښت ري سائيكلنګ مشينري جوړولو لپاره د پوهنتونونو د زده كوونكو ترمېنځه مقابله وشوه او دغسې وفاقي وزير ګټونكو له ايوارډونه وركړل